Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profileg
Mashaal Radio

@Mashaalradio

Radio Mashaal is @RFERL #Pashto service for erstwhile #FATA (Federally Administered Tribal Areas) #KhyberPakhtunkhwa, #Balochistan & Af-Pak border region

ID:442708119

linkhttp://www.mashaalradio.com/ calendar_today21-12-2011 11:27:04

37,6K Tweets

219,0K Followers

44 Following

Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

ټرانسپورټرانو له تېرو شاوخوا ۱۵ ورځو راهيسې د کوټې او له ایران سره پر پوله پرتې سیمې تفتان ترمینځ مسافر وړونکي بسونه د احتجاج په توګه درولي دي او د کوټې په سریاب سړک يې احتجاجي کیمپ لګولی دی.
mashaalradio.com/a/balochistan-…

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

د دوکۍ د پولیسو مرستیال مشر جلیل احمد مري خبریالانو ته وویل چې لومړۍ چاودنه د مې پر دويمه هغه مهال وشوه چې له سکرو بار ټرک له سیمې تېرېده.

دی وايي، تر پېښې وروسته هلته مزدوران او د پولیسو او د ترهګرۍ څانګې سرتېري ورغونډ شوي ول چې دویمه چاودنه هم وشوه.
mashaalradio.com/a/two-killed-s…

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

د سیمې یو انتظامي چارواکي د مې پر دويمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته تاییده کړه چې د اپرېل پر ۳۰مه تر وسلوالې نښتې وروسته د پوځ له خوا په نيول شويو مشکوکو کسانو کې یې يوه سا ورکړې ده.

د پاکستان پوځ لا د سیمې د اوسېدونکو د دعوې په اړه څه نه دي ويلي.
mashaalradio.com/a/north-waziri…

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند احسان داوړ د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې په هغه صوبه کې د ورښتونو پر مهال تر ۳،۵۰۰ زیاتو کورونو ته هم زیان اوښتی دی.
mashaalradio.com/a/death-toll-r…

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

د حيدر اباد په لوبغالي کې د مې دویمې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
mashaalradio.com/a/32930110.html

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

په ګوانګ ډانګ ولایت کې هغه لویه لاره د یوې تپې په لمن کې تېره شوې چې د مې پر لومړۍ نېټه یې په ښویېدو شاوخوا ۱۸ ګاډي کندې ته لوېدلي دي.
mashaalradio.com/a/at-least-36-…

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

د کلا سیف الله اوسېدونکي یو کان کیندونکي قایم شیخ د مې پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې ټولې شپې یې په داسې غرنۍ سیمه کې تېرې کړې دي چې پکې انسانان نه تر سترګو کېدل.

دی وايي، تښتوونکو ورسره ښه چلند کاوه او هېڅکله یې ورباندې تشدد نه دی کړی.
mashaalradio.com/a/coalminers-a…

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

اسوشيېټېډ پرېس لیکي چې بلېنکن د مې پر لومړۍ په تل ابیب کې اسراییلي ولسمشر اسحاق هېرڅوګ ته وویل چې 'همدا اوس وخت دی' چې موافقه وشي او یرغمل کسان خوشې شي او د غزې په شاوخوا اووه میاشتنۍ جګړه کې وقفه راشي.

mashaalradio.com/a/blinken-isra…

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

په امريکا کې ډېری فلسطين پلوي لاریونونه له مخالفو اعتراض کوونکو سره مخامخ شوي او فلسطين پلوي یې د 'یهودانو پرضد د کرکې' پیدا کولو په هڅو تورن کړي دي.

mashaalradio.com/a/32928994.html

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر په فبرورۍ کې ویلي ول چې تهران ته د سفر پلان لري چې د هغې ادارې او ایران ترمینځ په اړیکو کې له یو بله په جلا لارو د تګ مخه ونیسي.

mashaalradio.com/a/32929039.html

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

د مالیې وزارت د اپرېل پر ۳۰مه په بیان کې ویلي دي چې په تېرو دوو اوونیو کې په نړیوال بازار کې د تېلو نرخ کم شوی دی نو ځکه د یو لیټر پېټرولو نرخ پینځه روپۍ ۴۵ پیسې کموي چې ورسره یې نوې بیه ۲۸۸ روپۍ او ۴۹ پیسو ته ټیټه شوې ده.

mashaalradio.com/a/pakistan-gov…

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

اسټن د اپرېل پر ۳۰مه د امريکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټۍ ته وویل چې داسې هېوادونه شته چې پیټرياټ نظام لري او له همدې امله یې له هغو هېوادونو سره کار ته دوام ورکړی دی.

mashaalradio.com/a/32928926.html

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

د خیبر پښتونخوا د تعلیمي چارو ادارې مشرې ثمینې الطاف د اپرېل پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې په قبایلي ضلعو کې هغه کیمپېن ښه نتیجې ورکړي دي.

mashaalradio.com/a/khyber-pakht…

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په بیان کې ویلي ول چې جان بس د اپرېل له ۲۶مې څخه تر ۳۰مې پورې د قطر او پاکستان په سفر کې د هغو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې کوي.

mashaalradio.com/a/john-bass-me…

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

د پوليسو سيمه ييز چارواکي سجاد حسن د مې پر لومړۍ نېټه پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې وسلوالو د اپرېل پر ۳۰مه په تونسه کې د جنګي پر پوستې حمله وکړه او غوښتل یې چې و یې نیسي.

mashaalradio.com/a/seven-police…

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

د لکنو په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ ممبۍ انډیینز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۴۴ منډې وکړې. نېهال ودېرا ۴۶، ټېم ډېوېډ ۳۵ او ایشان کېشن ۳۲ منډې وکړې. د لکنو محسن خان دوه، او نوین الحق او مارکوس سټاینس یوه، یوه وېکټه واخیسته.

mashaalradio.com/a/32928788.html

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

د پاکستان پوځ د مولانا فضل الرحمن د دې ادعاوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي. پوځ همیشه ټينګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې يې په زرګونو سرتيري وژل شوي او وسله والو ترمنځ توپير نه کوي. پوځ دا هم وايي چې حکومت د ملکي چارواکو او امنیت ساتلو د سرتیرو دنده ده. mashaalradio.com/a/32927585.html

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

دې ادارې د اپریل پر ۲۹مه پر اېکس (پخوانی ټویټر) ليکلي چې پاکستان ته د پور د يوې بلې برخې ورکولو په اړه یې ارزونه سرته رسېدلې ده. په بیان کې زیاته شوې چې يو اعشاريه يو اربه ډالر به په سمدستي توګه پاکستان ته ورکړل شي. mashaalradio.com/a/32927613.html

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

امریکا له حماس ډلې غوښتي چې د اوربند په وړاندیز دې غور وکړي mashaalradio.com/a/32927342.html

account_circle
Mashaal Radio(@Mashaalradio) 's Twitter Profile Photo

سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او محرم درانۍ د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په ۳۰مه د کابل په شش درک کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول. mashaalradio.com/a/32927349.html

account_circle