Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profileg
Azadi Radio

@PazadiRadio

د ازادي راډیو رسمي پاڼه، د افغانستان لپاره د ازادې اروپا/ ازادي راډیو @RFERL پښتو سرویس دی. #دري @DaRadioAzadi #تازه_خبرونه #ترورېزم #سوله #دموکراسي

ID:248752757

linkhttps://www.azadiradio.com/ calendar_today07-02-2011 17:10:05

116,4K Tweets

591,5K Followers

15 Following

Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د پاکستان پولیس وايي چې د کراچۍ ښار په مانسهره کالونۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي تر ځانمرګي برید وروسته ډزې شوي چې په کې د هغوی درې ساتونکي ژوبل شوي دي.
smarturl.click/VDX8R

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د البانیا له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ خبرې وکړې.

smarturl.click/mpyGO

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

طالبانو د کندهار د جهادي مدرسې د استاد او د طالبانو د کره کتنې ادارې د غړي شیخ الحدیث محمدعمر جان اخندزاده مړینه تایید کړه.
ځینو سرچینو ویلي، دغه کس د بلوچستان کوټې ته نږدې په 'نوي کلي' کې د یوه جومات امام هم و چې پرون د وسله‌والو په حمله کې وژل شوی.
smarturl.click/aJLG5

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

په افغانستان کې د یونېسف استازي تاج الدین اويوالي پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دغه مرستندویان د وروستیو سېلابونو او اورښتونو له کبله زیانمنو شویو ته لومړنۍ مرستې، د څښاک پاکې اوبه او د خوندیتوب بستې هم برابروي.

smarturl.click/xBlAO

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د چین د دولت مننه کړې چې په افغانستان کې له داخلي بېځایه شویو سره د بشري مرستو په رسولو کې همکاري کوي.
smarturl.click/RA27p

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د سوریې د سویدا او درعا ولایتونو ترمنځ په دې حمله کې چې ګومان کېږي د اسراییل له خوا شوې، د سوریې د پوځ د رادار تاسیستات په نښه شوي دي.
smarturl.click/0em9n

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي یو وار بیا د اوکراین له لوېدیځو متحدانو وغوښتل چې کییف ته د هوايي مدافع نورې دستګاوې ورکړي.
دا غوښتنه داسې وخت کېږي چې د روسیې د میزاییلو په نننیو خونړیو حملو کې هم د اوکراین ښارونه او د انرژۍ مهم بنسټونه په نښه شوي دي.
smarturl.click/aJLGY

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

په داسې حال کې چې نن او سبا د سالنګونو په ګډون د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورې او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی، اوچا بیا راروانه اوونۍ د افغانستان په مرکزي، سویل، سویل ختیځو او لوېدیځو سیمو کې د اورښت د نوې څپې خبرداری ورکړی دی.
smarturl.click/vwjaE

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

په وروستیو ورځو کې د شاوخوا ۶۰ مدني-سیاسي سازمانونو او ایتلافونو استازو او یو شمېر مستقلو شخصیتونو د افغانستان ستونزو ته د حللارو د موندلو په هدف یو ايتلاف جوړ کړ چې هدفمن ايتلاف نومېږي.
smarturl.click/0em2n

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د ارزګان ولایت یو شمېر سېلاب ځپلي د مرستو غوښتنه کوي.
د دې ولایت یو شمېر هغه اوسېدونکي چې په دې وروستیو کې سېلابونو یې کورونه، دوکانونه او ځمکې تخریب کړي، وايي چې تراوسه پورې ورسره هیچا مرسته نه ده کړې.
smarturl.click/baO0v

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

امریکایي رسنیو د متحده ایالتونو د حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اسراییلو په ایران برید پیل کړی دی.
دا برید د هغو توغندیزو او ډرون بریدونو په غچ کې شوی چې تېره اوونۍ ایران په اسراییل وکړې.
smarturl.click/Q1An6

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

کندهار د کاغذ او کارټن جوړولو په برخه کې پر ځان بسیا شوی دی.
د کندهار د صنعت خونې مسوولان وایي، دا مهال په دغه ولایت کې د کارټن جوړولو څلور فابریکي فعالې دي چې یو يې په لومړي ځل اې‌فور ورقي هم تولیدوي.
smarturl.click/0em7g

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سختو ورښتونو او د سېلابونو راوتلو تر ۴۰ زیات کسان مړه کړي دي.
پي ډي اېم اې وايي چې په وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې ۳۲۶ کورونه او ودانۍ بشپړې ړنګې شوي.
smarturl.click/dploJ

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې، برښنا او سېلابونو وړاندوینه شوې ده.
smarturl.click/3keoV

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ترکیې د ډاکترانو یوه ډله افغانستان ته ورغلې ده.
دغه وزارت خبر ورکړ چې د ترکیې د ډاکترانو ډله به د کابل په اتاترک روغتون کې د ماشومانو د یورولوژۍ پېچلي او اختلاطي جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره کړي.
smarturl.click/Dango

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د اسیا د فوټسال د سیالیو په دوام کې د افغانستان لوبډله سبا شنبې له کویټ سره مخامخ کېږي.
دا سیالي به د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه په تایلنډ کې پیل شي.
پرون افغانستان خپله لومړۍ لوبه پر ایران درې پر یو وبایلله.
smarturl.click/RA2Wx

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د ترکیې ساحلي ساتونکي وايي چې ۴۰ افغان کډوال یې د ایوالیک ښار په ساحل کې نیولي دي.
د ترکیې رسنیو پرون پنجشنبه راپور ورکړ چې دا کډوال، چې په یوه بېړۍ کې سپاره وو، له نیول کېدو وروسته په ایوالیک ښار کې د کډوالو د بیرته ستنېدو مرکز ته وسپارل شول.
smarturl.click/VDXzx

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل وايي، د پاکستان حکومت د افغان ملي بانک د غصب شویو جایدادونو په ورستنولو کې مرسته نه کوي.
ده ویلي، له هلوځلو سره سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پولیس د افغان ملي بانک د شتمنیو په بېرته ورسپارلو کې همکاري نه ده کړې.
smarturl.click/Q1Ae6

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

د بریتانیا مشرانو جرګې رونډا ته د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د لېږلو پلان رد کړ.
د بریتانیا حکومت په پام کې لرل چې یو شمېر افغان کډوال، چې پخوا یې په افغانستان کې له برتانوي پوځیانو یا حکومتي موسسو سره همکاري کړې وه، رونډا ته واستوي.
smarturl.click/0embg

account_circle
Azadi Radio(@PazadiRadio) 's Twitter Profile Photo

جو بایډن وویل چې دا بندیزونه په دې خاطر لګوي چې ایران پر اسراییل برید وکړ.
ګوټېرېش خبرداری یې ورکړ چې په غزه کې د جګړې او پر اسراییل د ایران د حملې پر سر زیاتېدونکی کړکېچ په سیمه کې پر یوې بشپړې پراخې جګړې بدلېدای شي.
smarturl.click/AdAOY

account_circle