کوم قام چي خپله ژبه ورکه کړي هغه قام ورک شي،
پښتو زموږ پيژندنه ده پښتو زموږ وياړ دی
يويشتمه ۲۱ فروري دمورنو ژبو نړيواله ورځ
پښتو به ليکو پښتو به وايو پښتو به لولو،
ټولو پښتو ويونکو ته د مورنيو ژبو نړيواله ورځ مبارک شي
#د_مورنيو_ژبو_نړيواله_ورځ #MotherLanguageDay
فصلونه دي، رنګـونه دي، څهـرې دي ځي راځي
زه هغه زېړ خزان يمه، بدرنګ يم، خو يو رنګ يم
#د_مورنيو_ژبو_نړيواله_ورځ
ھغه پلار بیچاره ئي هم وشرمولو🫣
مور پلار ئي کار روزګار له بل ښارونو او هیوادونو ته کډه وکړي او بیا نه پوهیږي چي څنګه بچیانو ته خپله ژبه ذده کړي اخیر ئي دا شي چي دي ورسره ماته ګوډه اردو او انګریزي شورو کړي
نه د دين شي نه د دنیا شي، افسوس
#د_مورنیو_ژبو_نړیواله_ورځ
#MotherLanguage
پښتو پالمه په پښتو ميئنه
د پښتنو په شال شملو میئنه
چي قام ته سوله او امنيت خوښه وي
په داسي پېغلو شازلمو میئنه
#د_مورنيو_ژبو_نړيواله_ورځ
مړ دی کړم احساسه که ژوندي دی کړم
ما ته دی پښتو کړه د پیغور ژبه💔
ټولې میندې د قدر وړ دي خو د خپلې مور مقام ته نه شي رسیدې. هم دغه رنګ په مونږ د ټولو نه زیات حق د خپلې مورنۍ ژبې پښتو دې.
#پښتو_وایئ #پښتو_لولئ #پښتو_لیکئ
د مورنیو ژبو نړیواله ورځ 🌸
نن هغه دپاچا خان خبره دا چي زه تول عمر په پښتانو پسي وگرزیدم خو پښتان مي پیدانکړل
#د_مورنيو_ژبو_نړيواله_ورځ
زاهـده! راته وایـه کافـر شوی خو به نه یـم
زړګی مـې دا څو ورځې په پښتو کلـمه وايې.
#پښتو
#د_مورنيو_ژبو_نړيواله_ورځ
#PashtoMyMotherLanguage
یو جانان له خدایه غواړم چې یې ژبه د پښتو وي
بل یې خوی انقلابي وي او مین په آزادۍ وي
#د_مورنیو_ژبو_نړیواله_ورځ
Muslim_Pashteen_PTM_Karachi_✊ Mujeeb Ahmad
د پښتو زده کړه یو څه ستونزمنه خبره ده ، ځکه چې په ماشومتوب کې مې په اردو کې د پاکستان غلط کیسې زده کولې.
مګر نن ، د منظور پښتون څخه مننه ، زه د پښتو لوستلو او لیکلو سره د زړه له کومي مینه لرم.
#د_مورنيو_ژبو_نړيواله_ورځ