VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profileg
VOA DEEWA

@voadeewa

وي او اې ډېوه د پاکستان-افغانستان سرحدي سیمو، امریکا، او د نړۍ په اړه تاسو ته باوري خبرونه درکوي.
https://t.co/OGPD1xBBZa | https://t.co/vbTascsze2

ID:234843092

linkhttps://www.voadeewanews.com/ calendar_today06-01-2011 18:18:39

99,5K Tweets

265,9K Followers

203 Following

VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د مې په دویمه د ترهګرې ډلې القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې ۱۳ کاله پوره شول. نوموړې په ۲۰۱۱ په اېبټ اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژلی وو. په دې اړه تفصیل احسان محمد خان وړاندی کوي.

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د نیشنل پارټۍ پخوانی صوبايي مشر مختار باچا نن پېښور کې په حق اورسیدو او داسې د ۵۰ کالو نه سیوا سیاسی مبارزه سرته اورسیده خو د هغه غم له راغلي څه ملګرو يې وويل د مختار باچا څه ارمان و چې پوره نه شو؟ تفصیل د سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې:

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د نيشل پارټۍ مشر مختار باچا په حق رسېدلی، مړی به يې بونېر کې ښخيږي dlvr.it/T6Kb7Q

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د موسمیاتو ماهرین وايي د ځیني نورو هیوادونو په شان پاکستان هم په لویه کچه د موسمي بدلون د بدو اثراتو سره مخ دی. دوي زیاتوي بې وخته او ډیرو بارانونو سره به تودوخه سېوا کیږي چې اثر به یې په غنمو، سبزیانو او میوو هم پریوځي. دغه موسمي اثرات کروندګرو باندې نور کم اثرات کولی شي؟

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د نړۍ نورو هيوادونو ته ورته په بلوچستان کې هم د نړيوالې ويکسين اوونۍ يا ايمونايزېشن ويک پای ته رسېدلې. د اوونۍ د لمانځلو هدف په خلکو کې د ويکسين ارزښت پيدا کول دی.
نور تفصيل د وي او اې ډيوه خبريال له کوټې په رالېږل شوي رپوټ کې راکوي:

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د پېښور ہائی کورټ پہ یو فل کورټ غونډہ کې د مرکزی حکومت نه غوښتنه شوی چې د اعلی عدالتونو د ججانو په کار کې د لاس وهنې او دوي د فشار سره د مخ کولو د مخنیوي د پاره ګامونه پورته کړي. پدی اړہ نور تفصېل د حمید اللہ او عثمان خان په رپورټ کې:

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

پاکستان کې یوې څېړنيزې ادارې (انسټيټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز) وېلي، په هیواد کې تیره میاشت وسله وال بریدونه ۳۸ فیصده سېوا شوي چې زیاتره یې د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې شوي. په دغه سیمو کې د ترهګر بریدونو د زیاتوالي په اړه د څیړونکو نظر ارشد حسین راغونډ کړی.

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د امریکا خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د اسرایل او حماس ترمنځه د اوربند او یا د یرغمل کسانو د راخلاصولو د اعلان بغیر د منځني ختيځ خپل روستې سفر پای ته رسولی. د وایس اف امریکا د خبریالې سینډي سین رپورټ ارباب محمود علي وړاندی کوي.

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د بلوچستان له دوکۍ سیمې اغوا شوي د کولې اووه مزدوران 38 ورځې پس خوشي شوي dlvr.it/T6KKfJ

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د پاکستان حکومت پاکستان کې مېشت پي او ار کارډ لرونکو افغانانو په دغه هیواد کې د پاتې کېدو موده د ۳۰م جون پورې غځولې خو د دغه افغانانو افغانستان ته د لېږلو د دریم پړاو عملي کولو یې هم ویلي. د مانسهرې په خاکي کډوالو کېمپ کې مېشت افغانان هم دغې فیصلې اندېښمن کړي.

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

ملګري ملتونه وایي جګړې غزه تر اوکراین زیاته په بارودو ککړه کړې ده او پاکول یې ګران کار دی dlvr.it/T6KFxf

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د امریکا یو شمېر نورو یونیورسټیو او کالجونو په شان په کېلیفورنیا کې هم زده کونکو په غزه کې د جنګ بندۍ او د فلسطینیانو په حمایت کې احتجاجونه پېل کړي.‌ د وي او ای ډیوه خبریال راشد خټک د زده کونکو دغه احتجاج حال وړاندې کوي.

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» د روان کال تر لومړیو درو میاشتو پورې په افغانستان کې بشري حالت ارزولی چې پکې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانانو له بشري حقونو د سرغړونو د دوام یادونه شوې ده.

ملګري ملتونه وایي روان کال هم په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې شوې dlvr.it/T6Jy0Z

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د بلوچستان په دکۍ او خضدار سیمو کې درې چاودنې شوي، يو تن وژل شوی 20 نور ژوبل شوي dlvr.it/T6JrYq

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د امریکا په یونیورسټیو کې د فلسطین په حق کې پېل شوو مظاهرو ته په کتو د فرانس په ځینو پوهنتونونو کې هم فلسطین پلوه مظاهرې پېل شوي. په دغه مظاهرو کې زده کونکي په غزه کې د ډزبندۍ او د فرانس لخوا د اسرایل د مرستو ودرولو غوښتنې کوي.

کولمبیا وایي په غزه کې د جنګ په سر اسرایل سره سفارتي تعلقات ختموي dlvr.it/T6JgtF

account_circle
VOA DEEWA(@voadeewa) 's Twitter Profile Photo

د امریکې په لاس اېنجلس ښار کې د یونېورسټي اف کېلېفورنیا په کېمپس په غزه کې د جنګ خلاف احتجاج غېرقانوني بلل شوی dlvr.it/T6JZPb

account_circle