زۀ رښتونے چې څه وايمه رښتيا شي خلک وائي چې په دې سړي پېريان دي نن د صاحب شاه صابر 16م تلين دے۔ارواښاد د خپل ليک له لارې پښتون قام ته هره هغه لار ښودلې چې د ترقۍ ضامن کېدې شي۔د هغه شاعري ټوله د پښتون وطن او پښتون قام نه تاويږي خو زما د خوښې نظم ئې دا دے #RememberingSahibShahSabir
ځمونږ وعدې د ښکلو څنړې نه دي
چي رنګ به واړوي ارزانې به شي
ډاکټر صاحب شاه صابر
#RememberingSahibShahSabir ❤
#SpeenKhanRecites
زۀ رښتونے چې څه وايمه رښتيا شي
خلک وائي چې په دې سړي پېريان دي
نن د صاحب شاه صابر 16م تلين دے۔ارواښاد د خپل ليک له لارې پښتون قام ته هره هغه لار ښودلې چې د ترقۍ ضامن کېدې شي۔د هغه شاعري ټوله د پښتون وطن او پښتون قام نه تاويږي خو زما د خوښې نظم ئې دا دے
#RememberingSahibShahSabir
اورم چې سپرلي راځي
ښکاري چې ساقي راځي
موږ د محبت د ښار
موږ له زندګي راځي
دا د زړونو لوبې دي
دې کې تباهي راځي
وار وکړه لږ صبر شه
غمه، خوشحالي راځي
خاورې به يو، مړه به يو
ښکلي چې راځي، راځي
دلته کې صابر ميئن
دلته خو که مري راځي
#RememberingSahibShahSabir
صابره زما وينه کې سور رنګ د قام ده مينې
يو سل ځله ترې ځار زما ځواني باچاخاني ده
#RememberingSahibShahSabir
څهٔ د جلوس څهٔ د جلسې څهٔ د غزا شهیدان
مونږ بې هنره پښتنو سره بلا شهیدان
په مېدان ما جنګوي ماله شاباشې راکوي
خو د ميدان په ویش کښې نه مني زما شهیدان
موږ د یوه جنګه خبر نه شو چې چا و ګټو
مونږه د هر جنګه راوړي دي بلا شهیدان
#RememberingSahibShahSabir
بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي
درانه خلک سپکېږي چې په سپکو پسې ګرځي
صاحب شاه صابر
#RememberingSahibShahSabir
بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي
درانه خلق سپکیږي چې په سپکو پسې ګرځي
زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وایم
چې څوک رازلمي کیږي په ټوپکو پسې ګرځي
د زرکو د کونترو ښکار د نورو مشغله شوه
زما د غرونو باز په تُوت خورکو پسې ګرځي
#RememberingSahibShahSabir
#استاد_صاحب_شاه_صابر
اورم چې سپرلي راځي
ښکاري چې ساقي راځي
موږ د محبت د ښار
موږ له زندګي راځي
دا د زړونو لوبې دي
دې کې تباهي راځي
وار وکړه لږ صبر شه
غمه، خوشحالي راځي
خاورې به يو، مړه به يو
ښکلي چې راځي، راځي
دلته کې صابر ميئن
دلته خو که مري راځي
#RememberingSahibShahSabir
چې جنګ تم شي
هر سه سم شي
نو سه داسې خلک راشي
چې د کومې راپيدا شي؟
خو د جنګ په وخت کې نه وي
د تاوانه خبر نه وي
خو د هر سه مدعيان شي
مشران شي، منصفان شي
میدان نيم کړي
هر څه خپلو کې تقسيم کړي
زمونږ مړي مونږ له راکړي
مونږ ته خپل مړي په شا کړي
#RememberingSahibShahSabir