د بلوجستان په مختلفو سیمو کې سلګونو کسانو د بلوڅ بېلتونپالو پرضد مظاهرې وکړې. دوی د بلوچستان ازادۍ پوځ او د بلوچستان ازادیپالې جبهې بیرغ وسوځاوه.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ او د بلوچستان ازادیپاله جبهه په بلوچستان کې د پاکستان پر امنیتی ځواکونو بریدونه کوي.
#افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیووې ښيي چې د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد مظاهره شوې ده.
د راپورونو له مخې، لا هم دا مظاهره روانه ده.
#افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیووې ښيي چې د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې مظآهره چیان وایي، چې طالبان له اجازې پرته د خلکو کورونو ته ننوځي، د عزت خیال یې نه ساتي. دوی وايي، دخپل عزت او حیثیت د ساتلو لپاره یې مظاهره کړې ده.
#افغانستان_انټرنشنل_پښتو
د امریکا پولیسو د لاس انجلس په کلیفورنیا پوهنتون کې د فلسطین ملاتړو زدکوونکو اعتراضي خېمې ټولې کړې.
#افغانستان_انټرنشنل_پښتو
د #افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د #ملګرو_ملتونو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کټ مټ د طالبانو د تېر پړاو واکمنۍ ته ورته ده او دغه ډله هغه څه تر سره کوي، چې په لومړۍ واکمنۍ کې یې هم ترسره کړي و.
بشپړ خبر دلته ولولئ:…
د بې پولې خبریالانو په تازه خپور شوي نوملړ کې #افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو ګواښوونکی هېواد وپېژندل شو.
د دغه نوملړ له مخې، افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې د ۱۵۲م ځایه ۱۷۸م ته ښکته شو.
بشپړ خبر دلته ولولئ:
afintl.com/pa/202405037938