لمونځ کوه، اودس او تلاوت کوه
حج، عمره، روژه او عبادت کوه
حوري دي، غلمان دي، جنتونه دي
ژوند نه شته دی، غم د شهادت کوه
ښه دی چې همداسې خدای وهلی يې
چا درته ويل؛ چې محبت کوه
څه به دې مني، څه به دې نه مني
مشره دېوالونو کې حکومت کوه
#عزت_الله_ځواب
#ReleasEzatullahZwab 🇦🇫✊
شاعر لیکوال او د مینې مجله مسؤل عزت الله ځواب مه هیروی ځکه چې کورنۍ یې اوس هم د ده د آزادۍ په تمه ناسته ده او ځواب صاحب اوس هم د طالبانو په زندان کې بند دی.
#ReleasEzatullahZwab
د طالبانو په زندان کې د مینې مجلې د مسوول مدیر، لیکوال او شاعر عزت الله ځواب نامعلوم برخلیک
د چارو شننونکی Najeeb Nangyal د ښاغلي ځواب د شعر هغه بیتونه وایي، چې فکر کیږي طالبانو په همدې شعر نوموړی زنداني کړی دی.
یوه میاشت او دوې ورځې کیږي چې د مینې مجلې مسول عزت الله ځواب د طالبانو په بند کې دی او د صحت په هکله یې کورنۍ او ملګري ډېر اندیښمند دي.
#ReleasEzatullahZwab